ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د ایران د اوقافو او خیریه چارو د ادارې د قرآني چارو د مرکز مشر حمید مجیدي مهر د قرآن کریم د ۳۹ نړیوالو سیالیو دمختلفو کمیټیو د فعالیتونو په بیانولو سره ووئيل، له اتیاؤ هیوادونو څخه ددغو سیالیو هرکلی شوی او خپل استازي ئې معرفی کړ ي دي او د اویاؤ ه یوادونو له اوو کلونو راهسې د ګډون ریکارډ مات شوی او سږکال به په دغو سیالیو کې د اتیاؤ هیوادونو استازي ګډون وکړي.
مجیدي مهر زیاته کړې،د ایران د اسلامی جمهوریت په سفارتونو کې د سیالیو کونکو د آثارو ریکارډ کول او منظمول پاي ته رسیدلي او ددغو آثارو برابرول او نهائي کول ترسره شوي دي او د راتلونکی جنورۍ له دیارلسمې نیټې څخه ئې قاضیان هم قضاؤت کوي.
هغه زیاته کړې ده ، سږکال نړیوالې سیالۍ به په لګښتونو کې له بچت کولو سره سره ، په عظمت او پرتم سره شي. په دغو سیالیو کې به کلا شل میرمنې او له دیرشو تر پنځه دیرشو پورې سړي ایران ته راشي،او پرانیستونکي ، پایزو دستورو کې او دغه راز به په دریمه ورځ هم د اسلامی انقلاب له ستر لارښود سره دلیدوکاتو پروګرام وي. هغه ووئيل دغه سیالۍ به داسلامي کنفرانس د سرمشریزې په هال کې ترسره شي.